له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د اسلامی هیوادونو له ظرفیّته بشپړ استفاده پکار ده
(last modified Sun, 20 Mar 2022 10:50:09 GMT )
Mar 20, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د اسلامی هیوادونو له ظرفیّته بشپړ استفاده پکار ده

 محمد علی حسینی زیاته کړې ،د اسلامی هیوادونو ترمینځ وحدت او یووالی او په دوي کې دعدالت غوښتنې انګیزه ، داسلامی نړۍ  د لوړو موخو په پوره کیدا کې اساسی او ټاکونکی رول لري .

 

په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر سید محمد علی حسیني  له اسلامه د ویرونې  او له اسلام سره له ډغره وهونکو سره د مقابلې لپاره د  ګډو توانمنیو  دپیاوړتیا په لړ کې داسلامی ملګرتیا موسیسې  له ظرفیّته  پر  اغیزشیندونکي استفادې  ټينګار وکړ .

داسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو اته څلویښتمه غونډه  په راتلونکي سیه شنبې او چهار شبنې باندې د پاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد   دحکومت په کوربتوب سره ترسره کیږي .

 په همدې مناسبت  او د ایرنا خبری اژانس در اپور په اساس ، په پاکستان کې دایران سفیر محمد علی حسیني  ددغې ناستې په درشل کې  په یوه ویډیوئي پیغام کې  ووئیل ،  داسلامی ملګرتیاموسیسه  چې د فلسطین له آئيډئيل  څخه د ملاتړ  او د نیواکي ټاټوبو دآزادولو په انګیزې سره  تاسیس شوې ، د مسلمانانو په زړونو کې ئې ستره هیله رامینځةکړې ده چې دغه امید باید  په بې اعتمادئ بدل نشي .

 محمد علی حسینی زیاته کړې ،د اسلامی هیوادونو ترمینځ وحدت او یووالی او په دوي کې دعدالت غوښتنې انګیزه ، داسلامی نړۍ  د لوړو موخو په پوره کیدا کې اساسی او ټاکونکی رول لري .

 په پاکستان کې د ایران سفلیر  همدراز ووئيل ، د پراختیا او غوړیدا د پوټينشل پشمول د اسلامی  هیوادونو ظرفیّت ، یو داسې بې مخینې ظرفیّت دی چې  د مؤثرې استفادې په بڼه کې  د اسلامی امت دګټو په خدمت کې کیدلی  او همداراز له اسلامه د ویرونکو او له اسلام سره د ډغره وهونکو  مخه نیوللی شي .  

 

ټیګونه