پاکستان د امریکې سفیر احضار کړ
Oct 16, 2022 03:56 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد د ایټمي پروګرام په هکله د جوبایډن په وروستیو انتقادي څرګندونو باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د امریکې سفیر وروباله.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په اسلام آباد کښې د امریکې د سفیر په وربللو سره وویل: د پاکستان د ایټمي پروګرام د خطرناک والي په هکله د بایډن څرګندونې د منلو وړ نه دي.
د پاکستان د خارجه وزارت د بیانیې له مخې د دغه هیواد ایټمي پروګرام د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په ټولو حفاظتي معیارونو پوره دی.
دغه بیانیه زیاتوي: امریکې باید په هندوستان باندې نیوکه کړې وی چې په دې وروستیو کښې یې له خپل ایټمي اوبتل څخه د بالسټک توغندي آزموینه کړې ده.
ټیګونه