له تجارته د ډالر ختمول د ایران او پاکستان د پارلیماني چارواکو د خبرو چورلیز
په سوداګرۍ کښې د ډالر د ختمولو ضرورت، د یواړخیز پالنې خلاف یووالی او د ګډو ګټو د تامین لپاره ختیځ ته کتنه، د پاکستان د سینټ د دفاعي چارو د کمینش له مشر سره د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن د مشرانو د مذاکراتو چورلیزونه وو.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن د مشر وحید جلالزاده په مشرۍ د ایران د پارلیاني پلاوي غړو پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه هیواد د سینټ د دفاعي کمیشن له مشر مشاهد حسین او د ایران پاکستاني د پارلیماني دوستۍ ډلۍ له مشر او د مذهبي چارو له وزیر طلحه محمود سره ملاقات وکړ.
مشاهد حسین په دغې کتنې کښې له پاکستان سره د هراړخیزو اړیکو د پراخولو، د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د حکومت او پارلیمان د دریځونو په قدرونې سره د دواړو ګاونډي هیوادونو د پيوستون او په نړیوالو بدلونونو پورې د اړونده یووالي د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مشاهد حسین زیاته کړه: راتلونکی د آسیا او د ختیځې برخې د هیوادونو دی او دا یو حقیقت دی چې نړیواله ټولنه او نور قدرتونو پرې اعتراف کوي او مونږ ته له دغه فرصته غفلت نه دی پکار.
دغه پاکستاني چارواکي د سیمې په بې ثباته کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په جوړولو کښې د لویدیځ د رول په رټلو سره ټینګار وکړ چې اسلام آباد به په نوي ساړه جنګ کښې هیڅکله د واشنګټن پره ونه کړي ځکه مونږ باوري یوو چې په سیمه کښې د بې ثباتۍ د دوام لپاره د لویدیځ تحرکات په چین، ایران او پاکستان باندې د دباؤ یوه روده ده.
د پاکستان د مذهبي چارو وزیر او د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر طلحه محمود هم چې د ایران د پارلیماني پلاوي کوربه و، اسلام آباد ته د ایران د پلاوي له سفره د خوشالۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د پاکستان پارلیمان د دغو اړیکو د پراختیا ملاتړی دی او مونږ د دواړو هیوادونو د ملګرتیا پراختیا ته د هیڅ محدودیت قائل نه یوو.