کاکړ: هیڅ قانوني کډوال مو له پاکستانه نه دی ایستی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143352-کاکړ_هیڅ_قانوني_کډوال_مو_له_پاکستانه_نه_دی_ایستی
د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ مسئولیت نه لري او د دوي لپاره پاکستاني ښاریز په وړومبیتوب کښې دي.
(last modified 2023-12-18T05:17:46+00:00 )
Dec 18, 2023 09:42 Asia/Kabul
  • کاکړ: هیڅ قانوني کډوال مو له پاکستانه نه دی ایستی

د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ مسئولیت نه لري او د دوي لپاره پاکستاني ښاریز په وړومبیتوب کښې دي.

د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم انور الحق کاکړ په دغه هیواد کښې د مدرک لرونکو افغان کډوالو په هکله نوې څرګندونې وکړې او ویې ویل چې تراوسه هیڅ یو قانوني مهاجر له دې هیواده نه دی ایستل شوی

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، کاکړ په یوې خبري غونډې کښې وویل: په پاکستان کښې له پنځه میلیونه افغان کډوالو څخه یوازې ۱.۷ میلیونه د ملګرو ملتو د کمشنرۍ له خوا ثبت شوي دي چې هیڅ یو یې نه دی ایستل شوی.

هغه په دې هکله وویل: کومه هوکړه چې مونږ د ملګرو ملتو د کډوالو له ادارې سره لاسلیک کړې، هیڅ ثبت شوی کس نه دی ایستل شوی او پاتې کسان چې په غیرقانوني توګه پاکستان ته راغلي دي، ورته ویل شوي چې د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو وجوهاتو او په ترهګرۍ پورې د اړونده ستونزو په وجه باید خپل هیواد ته ستانه شي.

د پاکستان دغه جګ پوړي چارواکي ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ مسئولیت نه لري او د دوي لپاره پاکستاني ښاریز په وړومبیتوب کښې دي.

هغه ټنیګار وکړ: کوم کسان چې پاکستان ته راتلل غواړي باید له قانوني لارې راشي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو څرګندونو په ځواب کښې وویل چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

د افغان کډوالو خلاف د پاکستان د وروستیو سیاستونو په وجه تراوسه ۵ لاکه افغان کډوال ایستل شوي دي.