Mar 22, 2024 15:30 Asia/Kabul
  • د پاکستان دفاع وزیر د هند له لارې د افغانستان د سوداګرۍ د مخنیوي ګواښ وکړ

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي، نو اسلام آباد به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د سوداګرۍ مخه ډب کړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیګاه له امریکا غږ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، که افغانستان له موږ سره د دښمن په ډول چلند کوي، نو ولې باید ورته سوداګریز دهلیز ورکړو.

بي بي سي د یادې رسنۍ له قوله لیکلي چې د پاکستان وزیر دفاع خبرداری ورکړی چې اسلام اباد کولای شي هغه سوداګریزه لار وتړي چې له هند سره د تجارت لپاره یې افغانستان ته ورکړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې که د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي، نو اسلام آباد دده په خبره حق لري چې کابل سره د اسانتیاو له برابرولو لاس واخلي.

نوموړي د افغانستان د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې پر دوو کورونو د پاکستاني الوتکو بمباري په تړاو وویل، دا پیغام باید واستول شي چې دده په ټکو له پولو وتلي تروریزم له حده زیاته وده کړې.

هغه زیاته کړه، هېواد یې غواړي افغانستان کې حکومت ته ووايي چې موږ نه شو کولای په داسې ډول دوام ورکړو.

نوموړي وویل، نه غواړي له افغانستان سره وسله واله جګړه وکړي، خو زیاته یې کړه چې زور وروستی حل دی.

هغه خبرداری ورکړ چې که پاکستاني طالبان دوی ته زیان واړوي، هغه مهال به اړ شي چې ورته عکس العمل ښکاره کړي.

خواجه اصف وايي، کابل پاکستاني طالبانو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان په ضد فعالیت وکړي، چې داعش ډلې ته د هغوی له اوښتو مخنیوی وکړي.

هغه هیله وښوده چې افغانستان به د پاکستاني طالبانو د مهارولو په اړه د اسلام اباد غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې ورسره د یاد هېواد له نظامي بریدونو مخنیوی وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د پاکستان د فاع وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي و چې د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغه هېواد پر نظامي پوستو بریدونه کړي او یو شمېر نظامیانو ته یې مرګژوبله اړولې.

دوی وار په وار ټینګار کړی چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا په ټول توان دفاع کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړي.

 

ټیګونه