Mar 23, 2024 06:01 Asia/Kabul
  • د خبرو له لارې د ستونزو د حل په موخه د افغانستان او پاکستان د چارواکو لیدنه

په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست احمد شکیب وایي، د خبرو له لارې د ستونزو د حل په موخه یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره لیده کاته کړي.

دغه سفارت پخپله ایکس پاڼه کې لیکلي: اسلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفیر،سردار احمد شکیب افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، آصف دراني سره وکتل.

د سفارت په ایکس پاڼه کې زیات شوي چې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راپورته شوو ستونزو پر حل، د دوه اړخیزو؛ تجارتي، سیاسي او خلکو ترمنځ د اړیکو پر لاغښتلتیا خبرې وشوې.

دا تېره دوشنبه د پکتیکا برمل او خوست سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان له هوايي بریدونو راوروسته د دواړو خواو لومړۍ لیدنه ده.

په ورته وخت کې په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د طالبانو حکومت د پاکستان ملي امنیت ته پر ګواښ بدل شوی دی.

حسین حقاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه لنډه لیکنه کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د طالبانو په وړاندې د پاکستان د تګلارې د بدلون یادونه کړې ده.

حسین حقاني زیاته کړه. چې د طالبانو له بریا وروسته پاکستاني چارواکو وویل، چې طالبانو له افغانستانه د امریکا په ایستلو سره د غلامۍ زنځیرونه مات کړل.

ښاغلي حقاني وویل، چې اوس په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان فکر کوي ،چې طالبان یې د هېواد امنیت ته ګواښ ګرځېدلی دي.

 

ټیګونه