Mar 26, 2024 06:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان کرکټ لوبډله نړیوال جام ته د تیاري له پاره له پوځ سره تمرینات پیلوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه، د دغه هېواد له پوځ سره ګډ تمرينات پيلوي.

د راپورونو له مخې، دا تمرينات د فېټنس په موخه ترسره کېږي، چې د اېبټ آباد په کاکول پوځي اډه کې به دوه اونۍ دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډلې تر دې وړاندې هم له پوځ سره په ګډه ځیني تمرينات ترسره کړي وو.   

په ورته وخت کې د پاکستان بورډ تازه د محمد عامر او عماد وسيم په ګډون، د ۲۹ تنو هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې تمريناتي کمپ کې به ګډون کوي.

عامر او وسيم دواړو له نړیوالو لوبو سره مخه ښه کړې وه؛ خو د پاکستاني بورډ په غوښتنه یې خپلې پرېکړې بېرته واخيستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په تېر نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون له ډېرو لوبډلو څخه سختې ماتې وخوړلې.

ټیګونه