د پاکستان له خوا د غزې مظلومو خلکو ته د انسان دوستۍ نوره مرستې هم ولیږل شوې
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د پاکستان حکومت د غزې تړانګې د خلکو لپاره د انسان دوستۍ د مرستو نهمه ستره جوپه هم د اردن بندر ته ولیږدوله.
په راپور کې وئيل شوي دي،د پاکستان د ملی بحران دمدیریّت ادارې د اعلامیې په اساس، وئیل شوي دي، پاکستان د غزې له مظلومو خلکو سره د پيوستون دنښې په توګه د جمعې په ورځې د انسان دوستۍ د مرستو بله نهمه درې سوه ټنیزه جوپه ولیږدوله.
په راپور کې وئيل شوي دي،په خوراکي موادو، قالیو ، طبي مرستو،صحرائي خیمو او د څښاک د اوبو او ځینو نورو اړینو موادو باندې بار یوه غیر پوځي کشتۍ د غزې د مظلومو خلکو لپاره د مرستو د رسونې په خاطر پرون دکراچۍ له بندره داردن عقبه بندر په لور وخوځيده.
د غزې د مظلومو خلکو لپاره د پاکستان د حکومت او ولس د انسان دوستۍ د مرستو دنهمې جوپې له لیږد سره په یووخت، داسلام اباد حکومت ژمنتیا کړې چې د فلسطین دغزې مظلومو خلکو سره د مرستندویه جوپو لیږد ته به هماغه راز دوام ورکړي.
له دې مخکې د پاکستان حکومت دغزې د مظلومو خلکو لپاره د غوائي د میاشتې په دوهمه نیټه هم څلورسوه ټنیزه مرستندویه جوپه مصر ته لیږلې وه.