ایران په سیمې کې د سولې او امنیت لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی
(last modified Sat, 20 Jul 2024 09:23:11 GMT )
Jul 20, 2024 13:53 Asia/Kabul
  • ایران په سیمې کې د سولې او امنیت لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی

په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دایمی استازي  ووئيل، ایران په سیمې کې  د سولې او امنیت د دودولو او  له فوري چیلنجونو  سره دمقابلې لپاره د ملګروملتو او شانګهائي ملګرتیا موسیسې په چوکاټ کې د ملګرتیا لپاره تیار دی.

مهر خبری آژانس راپور ورکړی، دپه ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازي او سفیر امیر سعیدایروانی له ترهه ګرو ګواښونو سره په مقابلې کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې، دګډو ګټو د خپلواکه هیوادونو،د ډله ایز امنیت اوسولې په ساتنې کې له سیمه ایزو اورګانونو او موسیسو سره د ملګروملتو د ملګرتیا په موضوع سره   د امنیت شورا په غونډې کې ووئيل؛د افغانستان  چیلنجونو ته په پام سره ایران باؤری دی چې  ددغو اورګانونو ترمینځ پیاوړي شوي ملګرتیا،په افغانستان کې د ثبات او پیاوړتیا لپاره د پام وړ ظرفیّتونه لري.

ایرواني ووئيل، په لا پیچلی نړیوال چاپیریال کې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل ، په ملی ،سیمه ایز او نړیواله سویو کې  هغمله ځوابونو ته اړتیا لري  او  د ملګروملتو  او سیمه ایزو اورګانونو ترمینځ د ملګرتیاپياوړتیا  له بل هر وخته زیات اهمیّت لري.

په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازي ووئیل؛ ددغې موضوع په درک سره ،د ایران اسلامی جمهوریت،په سیمې کې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې  د ډله ایز  امنیت دتړون موسیسې ، د  شانګهائي ملګرتیا موسیسې او د ګډو ګټو دخپلواکه هیوادونو دموسیسې رول لوبول، او ددغو موسیسو او اورګانونون ترمینځ رغنده ملګرتیاوې  ډير ارزښتمن  ګڼي  او باؤري دي،له نړیوالو چیلنجونو او ګواښونو سره په  مقابلې کې  دڅو اړخیز پالنې  اهمیّت ډير اوڅاره دی.

سعید ایراواني، د نشه ایزو موادو له قاچاق  او  د نورو بهرنیو  ورآخوا اورګانونو د نورو منظمو  جنایتونو له نورو ډولونو سره مبارزه  د هیوادونو مشرتکه اندیښنه وبلله چې  په عین حال کې  دملګروملتو او د شانګهائي ملګرتیا موسیسې ترمینځ دعملی تعاملاتو لپاره  هم فرصتونه  برابرولی شي.

 

ټیګونه