د تحریک انصاف غونډه بلې نیټې ته وځنډیله
(last modified Thu, 22 Aug 2024 07:22:32 GMT )
Aug 22, 2024 11:52 Asia/Kabul
  • د تحریک انصاف غونډه بلې نیټې ته وځنډیله

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تحریک انصاف نن په پلازمینې اسلام اباد کښې ترسره کیدونکي غونډه وځنډوله.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند  مشر بیرسټر ګوهر وویل چې مونږ په اسلام اباد کښې د غونډې د ځنډولو بیانیه خپره کړي ده.

هغه وویل چې د تحریک انصاف ګوند یوه مشر اعظم سواتي د اسلام اباد د غونډې د ځنډولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر وویل چې د ګوند مشر د پنډۍ په اډیاله زندان کښې له عمران خان سره له کتنې وروسته غونډه وځنډوله او د غونډې د ترسره کیدا نوي نیټه د سپتمبر د میاشتې اتمه ټاکل شوي ده.

بل خوا د تحریک انصاف عمومي سیکرټر عمرایوب وویل چې د ګوند د بنسټګر عمران خان په لارښونه  د اسلام ابا د غونډې نیټه بدله کړې شوي ده.

عمرایوب وویل مونږ ته داسې اطلاعات رارسیدلي دي چې د پاکستان حکومت د غونډې په وخت د ګډوډۍ د رامینځته کولو دسیسه جوړه کړي ده.

بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې هیڅ چا ته ریډ زون ته د ورتلو اجازه نشته او زیاته یې کړه احتجاج کول د هر یوه حق دی او احتجاج باید په مناسب ځاې کښې وي او د احتجاج په وجه د خلکو کار روزګا باید ګډوډ نشي.

نوی خبر دا چې د پاکستان حکومت د سپتمبر د میاشتې په اتمه نیټّ تحریک انصاف ګوند ته په اسلام اباد کښې د غونډې د ترسره کولو اجازه ورکړي ده.

 

ټیګونه