درې ټاپوګان  د ایران نه بلیدونکې برخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i153318-درې_ټاپوګان_د_ایران_نه_بلیدونکې_برخه_ده
سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندئې د ایران ددرو ټاپوګانو په باب د اروپائي اتحادئې د شخړې جوړونکې او لاسوهونکي وروستۍ اعلامیې په  غبرګون کې  ووئيل، بوموسی،وړوکی تنب او ستر تنب نومې  ټاپوګان د ایران  نه بلیدونکي برخې دي.
(last modified 2024-10-18T00:39:56+00:00 )
Oct 18, 2024 05:06 Asia/Kabul
  • درې ټاپوګان  د ایران نه بلیدونکې برخه ده

سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندئې د ایران ددرو ټاپوګانو په باب د اروپائي اتحادئې د شخړې جوړونکې او لاسوهونکي وروستۍ اعلامیې په  غبرګون کې  ووئيل، بوموسی،وړوکی تنب او ستر تنب نومې  ټاپوګان د ایران  نه بلیدونکي برخې دي.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندوئې میرمن فاطمه مهاجراني  پرون  د فارس خلیج د څنډې هیوادونو او  د اروپائي اتحادئې د وروستۍ ګډې اعلامیې په غبرګون کې په ایکس ټولنیز چینل کې  پخپلې  اعلامیې کې ولیکل ،  د ایران مځکنۍ بشپړتیا  کومه داسې موضوع نه ده  چې  پرَدي  ئې  په باب د خبرواترو جرأت  ولرل شي.

د ایران د حکومت ویندوئې ووئيل، اروپائي اتحادیه او د فارس خلیج حوزې   د هیودونو د ملګرتیا شورا  په هغه ځائيګي  کې نه دي چې  د ایران د لوي ټاټوبی په باب  نظر څرګند کړي.

بوموسی،ستر تنب او وړوکی تنب نومې درې ټاپوګان  په فارس خلیج او له هرمز تنګي سره ندزې واقع دي چې  د تاریخي سندونو په اساس د هخامنشیانو  له پړاوه، دایران د حاکمیّت برخه ده او د ایران له ټاټوبی نه بیلیدونکي  برخه شمیرل کیږی.

په همداوورستیو کې  اروپائي اتحادئې  او د فارس خلیج د څنډې هیوادونو دملګرتیا شورا  د خپلې ګډې اعلامیې د پایزې اعلامیې په یوه بند کې د درو ایرانیو ټاپوګانو په باب  بې اساسه اوتکراري  ادعاګانې بیا مطرح کړي دي.