په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159316
د رسنیو په حواله، په پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
(last modified 2025-04-23T10:10:26+00:00 )
Apr 23, 2025 14:36 Asia/Kabul
  • په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې درې پاکستاني پوځیان ووژل شول

د رسنیو په حواله، په پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په دوو جلا بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالیو په برید کې د پاکستان د پوځ یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا، د پنجاب صوبې په جنوب کې د وسله‌والو کسانو په برید کې دوه پاکستاني پولیس ووژل شول.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو دوو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.