دپاکستان دلومړی وزیرواکوالی دغلاګانوپه توردنسکوریداپه درشل کې ده
زمونږ خبریال راپوررراکړ دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ له خوا دیوه مشترګ ټیم یا جې آئی ټی له جوړیدا وروسته دغه څیړنیز ټیم پرون ئې دغې محکمې ته خپل دڅه دپاسه دوه نیم سوه مخیز راپور وړاندې کړی چې په واکمن لوری کې ئې لالهاندی اوسربدالی رامینځةکړی ده .
راپورښئ دجې آئی ټی په دغه تفصیلی څیړنو کې د نواز شریف کورنۍ په سترې درغلۍ تورنه کړی او وئیلی ئې دی چې نواز شریف دهغه بچیانو ا و دغه راز د نوازشریف یو شمیر وزیرانو اوسلاکارانو په دوکو او دروغو سره د خپلوشتمنیو زیاتول پټ کړی او دغه راز ئې عدالت ته هم پخپلو دلیلونو کې دروغ وئیلی دی . په راپور کې داهم وئیل شوی چې له پاکستانه په بهر کې دنواز شریف کورنۍ زیاتره ځایونه اوبنګلې هم د ملی خزانې له شتمنیو برابرې کړائ شوی اوبیا ئې عدالت ته هم نه دی ښودلی او دغه راز ئې دخپلو درغلیو اوغلاګانو دپټولو لپاره جعلی سندونه او خطونه هم وړاندې کړی دی.
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان سیاسی لورو په دغو څیړنو خوښی ښودلې ا و په ډاګه ئې وئیلی دی ، چې باید دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف اودهغه دکورنۍ غړی او دهغه ککړ وزیران اوسلاکاران دې ممنوع الخروج اعلان شی او دعدالت له خوا دې ورته سخته سزا وورول شی څو په راتلونکی کې واکوالان له ملی خزانې سره داسې ډول لوبې ونه کړی .
په عین حال کې د پاکستان مسلم لیګ ن واکمن ګوند دسترې محکمې له خوا ټاکل شوی جې آئی ټی څیړنیز ټیم دغه راپور رد کړی اووئیلی ېئ دی چې پّ دغو څیړنو کې یوه خاص لوری په خاطر څیړنې شوی اود واکمن ګوند مشرانو دککړولو لپاره ئې یوه دسیسه پلان کړې ده. مسلم لیګ ن ډلې د دغه راپور په عدالت کې دچیلنیج کولو فیصله هم کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې دغه څه دپاسه دوه نهیم سوه مخیز څیړنیز راپور سترې محکمې یا سپریم کورټ ته وړاندې شوی دی چې ممکنه ده ډیر زر د دغو څیړنوپه اساس مهمه فیصله په همدانن سبا کې وشی او دپآکستان دسیاستوالانو اوواکوالانو برخلیک به وټاکی چې ممکنه ده د دغو څیړنو په نتیجې کې دنواز شریف پشمول ډیر واکوالان خپل واک هم له لاسه ورکړی اودغه راز ممکنه ده په راتلونکی کې هم له سیاسی ډګره وویستل شی .