امریکا دشهید عارف حسین الحسینی د ترور عامل ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53464-امریکا_دشهید_عارف_حسین_الحسینی_د_ترور_عامل_ده
ضیا الحق د عارف حسین الحسینی له فعالیته خپل حکومت په خطرې کې لیده ځکه چی دغه ستر عالم د اسلامی امت د اتحاد لپاره هلې ځلې کولې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2017 10:50 Asia/Kabul
  • امریکا دشهید عارف حسین الحسینی د ترور عامل ده

ضیا الحق د عارف حسین الحسینی له فعالیته خپل حکومت په خطرې کې لیده ځکه چی دغه ستر عالم د اسلامی امت د اتحاد لپاره هلې ځلې کولې

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د کویټه د شیعیانو د جمعې امام علامه سید هاشم موسوی نن  د پاکستان د شیعیانو د پخوانی مشر علامه عارف حسین الحسینی د شهادت د ۲۹ کلیزې  په مناسبت وویل امریکا نه غوښتل چی مسلمانان متحد وی او د هغه وخت له ولسمشر جنرال ضیا الحق یې وغوښتل چی  د علامه عارف حسین الحسینی  مخه ونیسی .

ده همداراز زیاته کړه ضیا الحق د عارف حسین الحسینی له فعالیته خپل حکومت په خطرې کې لیده  ځکه چی دغه ستر عالم د اسلامی امت د اتحاد لپاره هلې ځلې کولې .

نن  د پاکستان د پلازیمنې اسلام اباد په شمول په درست پاکستان کې د علامه عارف حسین الحسینی د شهادت د کلیزې دستورې په پرتمینه توګه ترسره کیږی .په تهران کې هم په همدې مناسبت ځانګړی دستورې ترسره کیږی .

علامه عارف حسین الحسینی د ۱۹۸۸ میلادی د اګست په ۵ نیټه د پاکستان په پیښور ښار کې په عملیه حوزې کې د سهار د لمانځه په وخت د ناپیژاندو کسانو لخوا شهید کړې شو .

علامه عارف حسین الحسینی د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح له شاګرانو وو چی په پاکستان کې یې د اسلامی تفکراتو په پراختیا کې ډیر مهم رول درلود او تل یې د ظلم په وړاندې مقاومت کاوه .