د اسحاق ډار د استعفا خبر دروغ وخته
Nov 18, 2017 16:31 Asia/Kabul
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر او رسنیو د دغه هیواد د مالیې وزیر اسحاق ډار د استعفا په هکله خپاره شوي خبرونه دروغ وبلل.
ایرنا لیکلي چې مریم اورنګزیب نن مازیګر په اسلام آباد کښې له رسنیو سره په خبرو کښې د خزانې وزیر اسحاق ډار د استعفا په هکله خپاره شوي خبرونه رد کړل او د پاکستان په اقتصاد کښې د کار او کسب له ښه کولو سره د مرستې په لړ کښې یې د هغه د اقداماتو قدرونه وکړه.
له دې مخکښې ځینو رسنیو او خبري سایټونو له لندن څخه د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د مالیې یا خزانې وزیر اسحاق ډار د استعفا د لیږل کیدو خبرونه خپاره کړي وو.
ټیګونه