د پاکستان یو فوځی قوماندان ووژل شو
Nov 22, 2017 11:44 Asia/Kabul
د پاکستان یو فوځی قوماندان له ترهه ګرو سره په نښته کښې ووژل شو
له اسلام آباده د اېسوشی اېټډ پرېس د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ ویاند وویل، د دغه هېواد د فوځ یو قوماندان مېجر اسحاق نن د دغه هېواد د خېبر پښتونخوا صوبې په ډېره اسماعیل خان سیمه کښې له ترهه ګرو سره په نښته کښې ووژل شو.
په دغه نښته کښې د ترهه ګرو د احتمالی سرتاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبه یوه ناامنه صوبه ګڼلې کیږی چې پکښې اکثر طالب ځواکونه شتون لری.
ټیګونه