هندوستان د حافظ سعید په خوشي کیدو نیوکه وکړه
Nov 24, 2017 12:46 Asia/Kabul
هندوستان وايي نړیواله ټولنه هم په پاکستان کښې د یو مشهور ترهګر له آزادولو اندیښمنه ده.
د هندوستان د خارجه وزارت ویاند د پاکستان د یوې محکمې لخوا د دغه هیواد د جماعت الدعوة ډلې د مشر او د لشکر طیبه ترهګرې ډلګۍ د بنسټګر حافظ سعید په آزادۍ نیوکه وکړه.
راویش کمار نن وویل: د حافظ محمد سعید آزادي ترهګرو ته په سزا ورکولو کښې د پاکستان د جدیت د نشتوالي او د ټولنې ته د پيژندل شویو ترهګرو د داخلولو لپاره د دغه هیواد د کوشش نښه ده.
هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه هم د یو مشهور ترهګر له آزادولو اندیښمنه ده.
حافظ محمد سعید چې د پاکستان په لاهور ښار کښې نظر بند و، پرون د دغه هیواد د یوې محکمې په حکم آزاد کړی شو.
ټیګونه