دپاکستان لومړی وزیر د امریکا ادعا رد کړه
-
دپاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل د افغانستان حکومت او طالبان دامنیت دټینګولو لپاره باید سره خبرې وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دامریکا هغه ادعا چې وایی پاکستان دترهګرو لپاره په امن پناه ځاې بدل شوی دی رد کړی ده .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی له «بلومبرګ »مجلې سره په مرکه کښې دامریکا د ادعا په ردولو سره چې وایی پاکستان دترهګرو لپاره په امن پټنځاې بدل شوی دی وویل په سیمه کښې دترهګرو اقداماتو سرچینه د افغانستان خاوره ده .
شاهد خاقان عباسی وویل ترهګر په پاکستان کښې نه بلکې په افغانستان کښې دی
هغه زیاته کړه دپاکستان پوځ به په قبایلی سیمو کښې د حقانی ډلې په شمول د ترهګرو ډلو پرضد اقدامات وکړی .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دامریکا د چارواکو دغه ادعا ته په اشارې سره چې ویلی یې دی اسلام اباد د حقانی ډلې پرضد د پریکنده اقداماتو ترسره کولو ته ګروهنه نلری وویل پاکستان په ځلونو واشنګټن ته ویلی دی که چیرې دوې دپاکستان په خاوره کښې د حقانی ډلې دپټنځایونو په اړه سم اطلاعات لری نو د اسلام اباد حکومت ته یې ورکړی چې د دغه ډلې پرضد اقدام وشی .
هغه په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو دقوماندان جنرال جان نیکلسن ادعاګانو ته په غبرګون کښې چې ویلی یې وو د افغانستان دطالبانو مشران په پاکستان کښې په ازادۍ سره ژوند کوی وویل دپاکستان خاوره هیڅکله د طالبانو او دنورو ترهګرو ډلو لپاره نه ده .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل د افغانستان حکومت او طالبان دامنیت دټینګولو لپاره باید سره خبرې وکړی .