په کراچۍ کښې امریکايي ضد مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60953-په_کراچۍ_کښې_امریکايي_ضد_مظاهرې_وشوې
د پاکستان د کراچۍ ښار خلکو د امریکې خلاف مظاهرو سره د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ وروستۍ پریکړه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2017 02:48 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کښې امریکايي ضد مظاهرې وشوې

د پاکستان د کراچۍ ښار خلکو د امریکې خلاف مظاهرو سره د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ وروستۍ پریکړه وغندله.

پاکستان مظاهره چیان پرون په کراچۍ کښې د امریکې د قونصلیټ مخې ته راغونډ شول او د دغه هیواد او د اسرائیلو د رژیم بیرغونه یې وسوزول.

مظاهره چیانو د امریکې او صهیونیسټي رژيم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له ولسه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د امریکې د ولسمشر دغې فیصلې د پاکستان د خلکو او چارواکو غندنه په ځان پسې لرلې او هغه د سیمې د ناامنۍ لامل ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې لړ کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د جدي غبرګون غوښتنه کړې ده.