په سعودي ایتلاف کې د پاکستان په شرکت نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61275-په_سعودي_ایتلاف_کې_د_پاکستان_په_شرکت_نیوکه
د پاکستان د  پارلیمان غړو د یمن د خلکو په خلاف د عربستان په  خود ساخته پوځي ایتلاف کې د پاکستان په شتون نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2017 18:01 Asia/Kabul
  • په سعودي ایتلاف کې د پاکستان په شرکت نیوکه

د پاکستان د  پارلیمان غړو د یمن د خلکو په خلاف د عربستان په  خود ساخته پوځي ایتلاف کې د پاکستان په شتون نیوکه وکړه .

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پارلیمان استازو منجمله فرحت الله بابر"،"جاوید عباسی" او میرمن"نسرین جلیل"نن د پارلیمان د  استازو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره د خارجه وزیر خواجه آصف د رابللو  غوښتنه وکړه  چې هغه د یمن په خلاف د سعودي خودساخته ایتلاف کې د پاکستان د شرکت په اړه وضاحت ورکړي.

د دغو استازو په قول د پاکستان دولت تر اوسه په دغه ایتلاف کې له شرکت سره د پارلمان د غړو د رضایت د جلبولو او د اعتماد د رایې د لاسته راوړلو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.  او د پاکستان استازي د دغه ایتلاف اهداف مبهم او شکمن ګڼي.

د  پاکستان د ملي جرګې غړې شیرین مزاري هم په دا وروستیو کې خبریالانو ته ویلې وو : د دغه هیواد دولت د یمن په خلاف د سعودي په پوځي ایتلاف کې له ورګډیدو مخکې ټاکل شوې وه چې  د پارلمان د اعتماد رایې جلب کړي خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی.

 د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف کابو اته میاشتې مخکې د دغه هیواد د پارلیمان له اجازې پرته  د یمن په خلاف د عربستان د ځان جوړې پوځي ایتلاف مشري په غاړه واخسته  او د پاکستان په داخل کې له ډیرو نیوکو سره مخامخ شو.