د پاکستان خلکو په پراخو مظاهرو کې امریکا او اسراییل وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61819-د_پاکستان_خلکو_په_پراخو_مظاهرو_کې_امریکا_او_اسراییل_وغندل
د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بیت المقدس په هکله د ټرامپ د غیر منطقي او ناسنجول  شوې  فیصلې په اعتراض کې  پراخې مظاهرې وشوې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 16:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو په پراخو مظاهرو کې امریکا او اسراییل وغندل

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بیت المقدس په هکله د ټرامپ د غیر منطقي او ناسنجول  شوې  فیصلې په اعتراض کې  پراخې مظاهرې وشوې

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین او امامیه اسټوډنسټ آرګنایزیشن او نورو مذهبي ګوندونو نن د جمعې له لمانځه وروسته په یو لړ مظاهرو کې د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسرايیل شعارونه ورکړل او او د امریکا او صهیونسټ رژیم  بیرغونه او د ټرمپ ګوډاګی یې وسوزاوه.

معترضانو دامریکا او اسراییلو له پراختیا غواړو او تیري ګرو سیاستونو دخپلې غوسې د څرګندولو په ترڅ کې وویل: واشنګټن او تل ابیبي  د بشري حقوقو تر ټولو لوی ماتوونکي دي.

 پاکستانیو مظاهره چیانو د فلسطین د مظلومو خلکو په ځپنه کې له صهیونسټ رژیمه د امریکا ملاتړ وغانده او له نړیوالو ټولنو په تیره بیا ملګرو ملتو او د اسلامي ملګرتیا له تنظیمه یې وغوښتل چې په نیواکي فلسطین کې د صهوینسټانو د جنایتونو مخه ونیسي.

د صهیونسټ رژیم د رسمي پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندلو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د ټرامپ فیصلې د اسلامي نړۍ او د اسلامي هیوادونو د مشرانو غوسه راپارولې ده .