د امریکا له نظره ترهه ګر یوازې په اسلامي هیوادونو کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61821-د_امریکا_له_نظره_ترهه_ګر_یوازې_په_اسلامي_هیوادونو_کې_دي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وویل : د امریکا مالي مرستې ته اړتیا نه لرو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 16:54 Asia/Kabul
  • د امریکا له نظره ترهه ګر یوازې په اسلامي هیوادونو کې دي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وویل : د امریکا مالي مرستې ته اړتیا نه لرو.

 

زمونږ دخبریال د راپور له مخې مولانا فضل الرحمان نن د  خیبر پختونخوا صوبې په مردان ښار کې وویل : د اسلام اباد حکومت د امریکا  د مقاماتو په وینا  د مالي مرستو په خاطر له ترهه ګرو سره جنګ ته داخل شو هغه جنګ چې له پاکستان سره یې هیڅ اړه نه لرله او پکې ډیر پاکستاني خلک او پوځیان ووژل شول.

 مولانا فضل الرحمان جوته کړه : د امریکا له نظره یوازې مسلمانان د ترهه ګرو ډلو  غړي دي او له همدې امله  جنګ او نښتې یوازې په اسلامي هیوادونو کې کیږي  ځکه چې واشنګټن د اسلامي هیوادونو ځینې مشران په چل او دوکې سره غولوي.

 څو ورځې مخکې هم مولانا فضل الرحمن ویلې وو: باید اسلامي هیوادونه پوه شي چې  د امریکا هدف د اسلام ته ګوزار ورکول او د اسلامي هیوادونو د څیرې بدرنګول دي.