ایاز صادق وایي د امریکا له ګوت څنډنو نه ویریږو.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61909-ایاز_صادق_وایي_د_امریکا_له_ګوت_څنډنو_نه_ویریږو.
 د پاکستان د مشرانو جرګې رییس  په دغه هیواد کې له ترهه ګرو ګواښونو سره د اسلام اباد د جدي مقابلې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2017 02:15 Asia/Kabul
  • ایاز صادق وایي د امریکا له ګوت څنډنو نه ویریږو.

 د پاکستان د مشرانو جرګې رییس  په دغه هیواد کې له ترهه ګرو ګواښونو سره د اسلام اباد د جدي مقابلې خبر ورکړ.

 

د پاکستان د نیشن ورځپاڼې په لیکنه رضا رباني پرون په اسلام اباد کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې چیلنجونه او د سیمه ایزې ملګرتیا رول تر نامه لاندې غوندې په پرانستونکو دستورو کې د پاکستان په هکله د امریکایی مقاماتو په وروستیو څرګندونو  نیوکه وکړه او وې ویل: پاکستان د یو خپلواکه او مقتدر هیواد په توګه  د نورو هیوادونو له خبرداریو او ګوت څنډنو نه ویریږي.

 هغه له شپاړسو کلونو وروسته په افغانستان کې د امریکا د شتون بې نتیجې والي ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکا د ترهه ګرۍ په خلاف  جنګ کې د پاکستان په قربانیانو او مرګ ژوبلو سترګې پټې کړې او په افغانستان کې خپله ناکامي زمونږ په غاړه اچوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې رییس همدرازا ګډو موخو ته د رسیدلو لپاره د سیمې دهیوادونو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ.

له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د چینلجونو او  سیمه ایزې ملګرتیا رول  یو ورځنۍ غونډه  د ایران د اسلامي جمهوریت، افغانستان  ترکیې ، روسیې چین  او پاکستان  د پارلیمانانو دمشرانو په شتون په اسلام اباد کې کې ترسره شوه او د یوې بیانیې په خپرولو سره یې  خپل کار پای ته ورساوه .