زما مور مشرف وژلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62153-زما_مور_مشرف_وژلې_ده
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر د دغه هیواد پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د خپلې مور او پخوانی وزیراعظمې بینظیر بوټو په وژلو کښې په لاس لرلو تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 09:34 Asia/Kabul
  • زما مور مشرف وژلې ده

د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر د دغه هیواد پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د خپلې مور او پخوانی وزیراعظمې بینظیر بوټو په وژلو کښې په لاس لرلو تورن کړ.

د ایرنا د خبر له مخې بلاول بوټو زرداري پرون د سند صوبې په ګړهي خدابخش ښار کښې د پيپلز پارټۍ د پلویانو په هغه راغونډیدنه کښې چې د پاکستان د پخوانی وزیراعظمې بینظیر بوټو د وژلې د لسمې کلیزې په یاد کښې جوړه شوې وه، د مشرف خلاف د شعار په ورکولو سره وویل: پرویز مشرف په دغه ورځ زما د مور د امنیتي حصار د ختمیدو حکم صادر کړ چې هدف یې، د ترهګرو عناصرو او بریدګرو لخوا د بېنظیر بوټو د وژلې د عملیاتو اسانول وو.

د خپلې مور د وژلو په پیښه کښې د پرویز مشرف د لاس لرلو په هکله د بلاول بوټو زرداري وینا په داسې حال کښې وشوه چې مشرف هم ادعا کړې وه احتمالاً ځینو سرکشو پوځي عناصرو د بینظیر بوټو په وژله کښې لاس لرلی وي.

د ویلو ده چې د پاکستان پخوانی وزیراعظمه بینظیر بوټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۷ نیټه په راولپنډۍ ښار کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې د یوې وینا پر مهال ټرور شوې وه.