پاکستاني سرچینې عربستان ته د نواز شریف د تګ خبر ورکوي
Dec 29, 2017 13:39 Asia/Kabul
له دې مخکښې د نواز شریف ورور او د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف وړمه ورځ عربستان ته تللی دی.
د پاکستان خبري سرچینو نن خبر ورکړی چې د دغه هیواد څنګته کړی شوی وزیراعظم نواز شریف د عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز په بلنه سبا دغه هیواد ته سفر کوي.
په همدې تړاو د پاکستان د ریلوی وزیر خواجه سعد رفیق پرون سره له خپلې کورنۍ سعودي عربستان ته تللی دی.
له دې مخکښې د نواز شریف ورور او د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف وړمه ورځ عربستان ته تللی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چودري عربستان ته د شهباز شریف له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې د دغه هیواد چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي.
ټیګونه