امریکې پر پاکستان خپلې امنیتي مرستې په رسمي ډول بندې کړې
Jan 06, 2018 10:30 Asia/Kabul
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره خپلې امنیتي مرستې په رسمي ډول وځنډولې.
د امریکې د خارجه وزارت ویاندې هیټر ناؤرټ وویل چې واشنګټن په اسلام آباد باندې خپلې هغه مرستې بندې کړې دي چې د یو چارواکي په وینا، څه باندې ۲۵۵ میلیون ډالره کیږي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ځنډولو شویو مالي مرستو د دقیق رقم له اعلانولو ډډه کړې ده.
هغې وویل: د دې مرستو بیا بحالیدل د حقانې ډلې او د افغانستان د طالبانو ډلې خلاف د اسلام آباد په اقدام پورې شرطمن دي.
د امریکې خارجه وزارت مدعي دی چې دې دواړو ډلو په افغانستان باندې د حملو لپاره ډیره موده په پاکستان کښې موجود پټنځي او مرکزونه کارولي او اسلام آباد ورسره د مقابلې لپاره پوره اقدامات نه دي کړي.
ټیګونه