کراچۍ کښې د ډله ایزو رسنیو نړیوالو غونډه پیل شوه
د ډله ایزو رسنیو په عنوان سره نړیواله غونډه نن د پاکستاني رسنیو د پراختیا د فاؤنډیشن PMDF په همت او د سند صوبې د ګورنر په ملاتړ سره پیل شوې او درې ورځې به دوام ولري.
(ډله ایزې رسنۍ-په ډیجیټل دنیا کښې چیلنجونه او فرصتونه) تر عنوان لاندې نړیواله غونډه د ایران د یوشمیر استازو په شمول د نړۍ د ۲۴ هیوادونو د رسنیو د نمایندګانو په شتون سره د پاکستان په کراچۍ کښې پیل شوه.
د ایرنا د خبر له مخې دا نړیواله غونډه چې نن د پاکستاني رسنیو د پراختیا د فاؤنډیشن PMDF په همت او د سند صوبې د ګورنر په ملاتړ سره پیل شوې، درې ورځې به دوام ولري.
د دې غونډې ویناوال د ننۍ نړۍ د اصلي ستونزو او د رسنیو د رول، رسنۍ او سټراټيجکه نزدې کیدا، رسندوي قوانینو او د رسندوي اخلاقو او کړچار د قوانینو، د کتبي رسنیو یا پرنټ میډیا د راتلونکي او د ډیجیټل رسنیو د فرصتونو، د سویلي آسیا د رسنیو، رسنۍ او د نړۍ د کلتوري بدلونونو، په ټولنې باندې د رسنیو د ارواپيژاندونکو اثراتو او د خبریالۍ یا جنرلیسټۍ په ډګر کښې د ښځو د شتون په شان موضوعاتو په لړ کښې بحث او د نظر تبادله کوي.