امریکې له پاکستان سره د مرستو بیا شروع کول مشروط اعلان کړل
د امریکې د دفاع وزیر له پاکستان سره د دغه هېواد مرستې له طالب او حقانی ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې له اقداماتو سره مشروط کړې.
د آناتولی خبری اژانس د رپوټ له مخې د امریکې د دفاع وزیر جیمز مېټیس وویل، په داسې صورت کښې چې پاکستان له طالب او حقانی ډلو سره د مبارزې په زمینه کښې خاص اقدامات ترسره کړی امریکه به له دغه هېواد سره مرستې بیا شروع کړی.
هغه زیاته کړه، واشنګټن او اسلام آباد د ځینو مسائلو په اړه په خپلو کښې سره اختلاف لری.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د پاکستان له فوځ سره د دغه هېواد د امنیتی مرستو د بندولو خبره ورکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف هم د پاکستان په خلاف د ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په ردعمل کښې وویل: امریکې په مختلفو برخو کښې پاکستان تل یوازې پرېښے دے او په همدې وجه په واشنګټن اعتماد نه شی کیدې.