د پاکستان او امریکا د اړیکو دوام د پاکستان په تاوان دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62917-د_پاکستان_او_امریکا_د_اړیکو_دوام_د_پاکستان_په_تاوان_دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل  له واشنګټن سره د اسلام اباد د اړیکو دوام د پاکستان لپاره تاواني دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2018 02:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان او امریکا د اړیکو دوام د پاکستان په تاوان دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل  له واشنګټن سره د اسلام اباد د اړیکو دوام د پاکستان لپاره تاواني دی.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې محمد آصف پرون د امریکا له وال اسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې  زیاته کړه  امریکا په تیرو څو کلونو کې هڅه کړې پاکستان و غولوي او د خپلو ګټو لپاره ګام پورته کړي.

د پاکستان خارجه وزیر تیره جمعه هم ویلې وو چې امریکا په سختیو کې پاکستان یوازې پریښود خو بیا هم پاکستان هڅه وکړه له امریکا سره خپل اړیکي جاري وساتي.

د امریکا ولسمشر ددوه زره اتلسم کال په لومړۍ ورځ په  خپل ټویټ پیغام کې ترهه ګرو ته د پناه ورکولو په تور سره پاکستان ته  ۲۵۵ میلیون ډالره مالي مرسته غوڅه کړه .

 د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې د ۲۰۱۷ کاله په پاکستان د ټرامپ د تورو له لګول کیدو وروسته خړپړې شوې دي.