د پاکستان د بلوچستان صوبې اعلی وزیر استعفی ورکړه
د پاکستان د بلوچستان صوبې وزیراعلی ثناء الله زهري خپله استعفا صوبايي ګورنر ته وړاندې کړه چې هغه قبوله کړه.
ثناء ا... زهري په خپل استعفا لیک کښې یو ډیر لنډ عبارت لیکلی دی چې پکښې یې ویلي دي: زه د پاکستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۱۳۰ مادې د اتمې تبصرې له مخې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه د بلوچستان د اعلی وزارت له مقامه استعفا ورکوم.
هغه په دې خبرې سره چې په زوره په حکومت پورې ځان نښلول نه غواړي وویل: زه نه غواړم چې زما په وجه د صوبې سیاست خراب شي. داسې ښکاري چې د اسمبلۍ (د بلوچستان د صوبايي پارلیمان) زیاتره غړي زما له مشرۍ ډاډمن نه دي.
د بلوچستان صوبې استعفا کړي وزیراعلی زیاته کړه:که خلک وغواړي نو زه به یې خدمت جاري وساتم.
د ویلو ده چې د نواب ثناء ا... زهري په استعفا سره نن د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کښې د هغه د سلب اعتماد لپاره د کیدونکو هلوځلو ضرورت هم ختم شو او هغه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشوره له خپل مقامه استعفا ورکړه.
سرچینې وايي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي هم ثناء ا... زهري ته د استعفا ورکولو مشوره ورکړې وه.
د بلوچستان اعلی وزیر خپله استعفا د دغې صوبې ګورنر هاوس ته په تګ سره خپله ګورنر محمود خان اچکزي ته وړاندې کړه چې هغه ومنله.