د پاکستان وزیراعظم له مالي فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ
(last modified Tue, 09 Oct 2018 10:54:03 GMT )
Oct 09, 2018 15:24 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم له مالي فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپل هیواد کښې له مالي فساد سره په مقابلې تاکید کړی دی.

آوا خبري آژانس لیکلي چې عمران خان بلوچستان صوبې ته په خپل وړومبني سفر کښې وویل: د هیواد ترټولو ستره ستونزه مالي فساد دی او د دې فساد له ختمولو پرته د بلوچستان په شمول د ټول پاکستان پرمختګ ناشونی دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت د سي، پیک په نامه له چین سره د اقتصادي کوریډور بیاوارې څیړنه کوي او د بلوچستان خلک به یې له ګټو بې برخې پاتې نه شي.

عمران خان د بلوچستان له وزیراعلی جام کمال خانه وغوښتل چې په دغه صوبه کښې د مالي فساد د مونډ ایستلو لپاره ضروري اقدامات وکړي.

هغه وویل: تیرو حکومتونو په بلوچستان کښې په مهمو پوسټونو د فاسدو او کَرَپټ کسانو په ګمارلو سره دا صوبه د نابودۍ په درشل درولې ده.

د پاکستان بلوچستان صوبه د پراختیا له نظره د دغه هیواد تر ټولو ستره صوبه ده چې د پاکستان د خاورې ۴۴ فیصده کیږي خو د نورو صوبو په پرتله ترټولو کم نفوس لري او ډیر لږ پرمختګ یې کړی دی.

خو اوس له یوې خوا د چین د اقتصادي کوریډور په لاره کښې د راتلو او په ګوادر بندر کښې د چینیانو د شتون او همداشان د ایران چابهار بندر ته د نزدې والي په وجه یې ډیر اهمیت پيدا کړی دی او هیله ده چې ترقي وکړي.

 

ټیګونه