د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا لپاره د عمران خان او د چين د ولسمشر کتنه
(last modified Sat, 03 Nov 2018 03:08:08 GMT )
Nov 03, 2018 07:38 Asia/Kabul
  • د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا لپاره د عمران خان او د چين د ولسمشر کتنه

د چين ولسمشر او د پاکستان وزيراعظم د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا ترڅنګه اسلام آباد ته د بيجنګ د شپږ ميليارډي پېکج ورکولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ايرنا د رپوټ له مخې ټاکل شوې ده چين يو نيم ميليارډ ډالر نغده مرسته، يو نيم ميليارډ ډالر پور او درې ميليارډ ډالره د چين او پاکستان د اقتصادي کورېډور په قالب کښې پاکستان ته ورکړي.

د چين ولسشمر شي جي پينګ پرون په بيجنګ کښې له عمران خان سره په کتنه کښې وويل، چين د دواړو هېوادونو د تعلقاتو له پراختيا څخه ملاتړ کوي او په دې خبره تاکيد کوي چې چين او پاکستان همېشني دوستان دي.

عمران خان هم په دغه کتنه کښې وويل، ګوند يې يوازې دوه مياشتې وشوې چې په پاکستان کښې يې اقتدار ترلاسه کړے دے البته ډېر مشکل اقتصادي حالت ورته په وراثت کښې پاتے شوے دے.

عمران خان همدارنګ پرون د اېشيائي بنيادي مراکزو د پانګونې د بېنک له عامل مدير چين ليقون سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې او ټاکلې شوې ده نن د چين له وزيراعظم لي که چيانګ سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وړمه شپه د سرمائې د جذبولو ، د نوې ټېکنالوجۍ د منتقلولو او د اقتصادي تعلقاتو د پراختيا په غرض د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ چين ته لاړ.

 

ټیګونه