پاکستان له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې له ګاونډي هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې شاه محمود قریشي په اسلام آباد کښې د پاکستان د ملي دفاع په پوهنتون کښې د خپل هیواد د بهرني سیاست د جزئياتو په بیانولو سره وویل: پاکستان له ټولو په تیره بیا ګاونډي هیوادونو سره د ملګرتیا او د دوستانه اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
قریشي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت اقتصادي ثبات او د انساني سرچینو پراختیا ته د رسیدو لپاره له ترهګرۍ او افراط پالنې سره په مقابلې لګیا دی.
د پاکستان خارجه وزیر څرګنده کړه: اسلام آباد د خبرواترو له لارې د کشمیر د ستونزو د هواري غوښتونکی دی.
له دې مخکښې د پاکستان د مالیې وزیر هم له ګاونډي هیوادونو سره د تجارتي معاملاتو زیاتول د دغه حکومت وړومبیتوب بللی و.