د پاکستان خارجه وزیر خپل ایراني همرتبه ته ټیلیفون کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلام آباد د ایران په ختیځ کښې د وروستۍ ترهګرۍ پيښې د څیړلو لپاره له تهران سره ملګرتیا ته تیار دی.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون له خپل ایراني هم رتبه محمد جواد ظریف سره په ټیلیفوني اړیکه کښې د خاش-زاهدان په لویه لاره د رامینځته شوې وروستۍ ترهګرې پیښې په غندلو سره وویل: د دې ترهګرې حملې د څیړنې او په اړه یې له ایراني چارواکو سره د خبرواترو په موخه د پاکستاني حکومت یو ځانګړی پلاوی تهران ته ولیږدول شو.
د ویلو ده چې تیره اونۍ د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې په شوې ترهګره حمله کښې د ایران د ۲۷ پوله ساتونکو له شهادت وروسته په تهران کښې د پاکستان سفیره د ایران خارجه وزارت وروغوښتله او ورته یې وویل چې تهران د پاکستان له حکومت او پوځ نه تمه لري چې له ایران سره په خپلو سرحدي سیحو کښې د فعالو ترهګرو ډلګیو د مرکزونو او تحرکاتو خلاف په پوره جدیت سره چلند وکړي او اجازه دې ور نه کړي چې ترهګرې ډلګۍ په غیرانساني اقداماتو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ناامنۍ، بدبینۍ او بې اعتمادۍ د رامینځته کیدو سبب شي.