پاکستان له ايران سره په ګډو پولو کښې ديوال وهي
Feb 25, 2019 07:20 Asia/Kabul
د پاکستان د وزيراعظم په حکم به له ايران سره د دغه هېواد په ګډو پولو کښې دېوال ووهلے شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پوله ايزو تاوتريخوالو د کمولو په خاطر د پاکستان د بلوچستان او د ايران د سيستان او بلوچستان دواړو صبو ترمېنځ د ديوال وهلو پروګرام وړاندې کړےدے.
څو ورځې مخکې د پاکستان د فوځ وياندجنرل آصف غفور د زاهدان د ترهه ګريزې حملې په اړه د ايران او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمېنځ د تماسونو په اړه وويل، دواړه هېوادونه په ګډو پولو کښې ديوال وهل غواړي.