د اېکو له اهدافو څخه د پاکستان د حکومت ملاتړ
د پاکستان وزيراعظم د اقتصادي ملګرتيا د تنظيم اېکو د ايراني عمومي سېکتر هادي سليمانپور په کتنه کښې اطمينان ورکړ چې اسلام آباد د اېکو له اهدافو څخه ملاتړ کوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې عمران خان په دغه کتنه کښې چې په اسلام آباد کښې وشوه د اېکو له رول او کارکردګۍ څخه قدرونه وکړه.
د پاکستان وزيراعظم د دغه تنظيم مخې ته د يو لړ مشکلاتو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې د اېکو د اوسني مشرتابه په دوره کښې به ګډو اهدافو او ګټو ته د رسېدو لپاره موثره اقدامات ترسره شي.
د اېکو ايراني مشر هم د پاکستان له وزيراعظم سره په کتنه کښې وويل، اېکو د مهمو سيمه ايزو تعلقاتو د زياتولو او د تجارت د ازادولو په لاره کښې يو سيمه ايز اقتصادي تنظيم کڼل کيږي.
داقتصادي ملګرتيا تنظيم اېکو يو سيمه ايز تنظيم دے چې په 1985 کښې د ايران، پاکستان او ترکيې لخوا د غړيو هېوادونو ترمېنځ د اقتصادي، فني اوکلتوري ملګرتياو د ودې په هدف سره جوړ شو.
په اوس حال کښې ايران، پاکستان، ترکيه، افغانستان، آذربائيجان جمهوريت، قزاقستان، قرقيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ازبکستان لس هېوادونه د اېکو غړي دي.