عمران خان له ایران سره د ریلي اړیکې د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ
Mar 29, 2019 16:37 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې تفتان ته د کویټې د ریل پټلۍ د جوړولو د طرحې په بشپړې اجرا سره، له ایران سره خپل ریلي ارتباط پراخوي.
د ایرنا د خبر له مخې عمران خان نن د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د څو لویو لارو او درملیزو خدماتو د پروژو د پرانیستې ترڅنګ ټینګار وکړ: د پاکستان د ریلوی وزیر شیخ رشید احمد د کویټې-تفتان د ریل لارې د جوړولو د نوې طرحې په هکله له ایران سره په خبرواترو لګیا دی او ډیر زر به په دې لړ کښې ښه پرمختګونه وشي.