پاکستان د کشمیر مسئلې ته د امنیت شورا له بې پامۍ ناخوښي څرګنده کړه
(last modified Sat, 06 Apr 2019 03:08:06 GMT )
Apr 06, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • پاکستان د کشمیر مسئلې ته د امنیت شورا له بې پامۍ ناخوښي څرګنده کړه

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې وویل: امنیت شورا د کشمیر د تاریخي مسئلې په وړاندې له رول لوبولو ډډه کوي.

جنګ نیوز لیکلي چې ملیحه چودري وویل: د نیواکي کشمیر د خلکو خراب حالت ته بې پامي د ملګرو ملتو د امنیت شورا د کمزورۍ نښه ده او دغه شورا دې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.

په ملګرو ملتو کښې د پاکستان استازې په دې خبرې سره چې د پاکستان په شمول زیاتره هیوادونه د امنیت شورا په قوانینو کښې د اصلاحاتو غوښتونکي دي، زیاته کړه: دغه شورا د ټولو هیوادونو ده او نه دي پکار چې خپلې فیصلې د څو خاصو هیوادونو د خوشالۍ او ګټو په بنیاد غوره کړي.

د ویلو ده چې ملګرو ملتو کلونه مخکښې کشمیر یوه لانجمنه سیمه معرفي کړه او د هندوستان او پاکستان له حکومتونو یې وغوښتل چې د یوې آزادې ټولپوښتنې په کولو سره د کشمیر راتلونکی د هغه خلکو ته وسپاري، خو د هندوستان د کارړنګونې په وجه دا کار تراوسه نه دی عملي شوی.

 

ټیګونه