د افغانستان په اړه د خپلوڅرګندونو مداخلت بللو په باره کښې د پاکستان د وزيراعظم ردعمل
د پاکستان وزيراعظم وويل، په افغانستان کښې د موقته حکومت د جوړېدو په اړه د هغه څرګندونې يوازې يوه د ورورولۍ مشوره وه.
د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې عمران خان پرون د افغانستان له پولې سره نزدې په خېبر پښتونخوا صوبه کښې په خپله يوه وېنا کښې وويل، په افغانستان کښې د موقته حکومت د جوړېدو په باره کښې د هغه څرګندونې د دواړو انډيوالو هېوادونو ترمېنځ د ورورولۍ يوه مشوره وه او پکار نه دي مداخلت وبلل شي. دا څرګندونې په داسې حال کښې کيږي چې د افغانستان د صلحې لپاره د امريکې خاص استازے زلمے خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره د کتنې لپاره اسلام آباد ته لاړ دے.
د پاکستان وزيراعظم په دې وروستيو کښې ويلي وو، افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائي مشر عبدا... عبدا... په افغانستان کښې د صلحې خنډونه دي او په افغانستان کښې د موقته حکومت جوړېدل د صلحې بندون ماتولې شي.
د افغانستان خارجه وزارت د عمران خان څرګندونې د دغه هېواد په کورنيو چارو کښې څرګند مداخلت او د افغانستان د ملي حاکميت بې احترامي بللې وه.