پاکستان په ایران کښې له سیلاب ځپلو سره مرستې ته خپل چمتووالی اعلان کړ
(last modified Mon, 08 Apr 2019 03:02:01 GMT )
Apr 08, 2019 07:32 Asia/Kabul
  • دپاکستان له سیلاب ځپلیو سره دپاکستان مرستې
    دپاکستان له سیلاب ځپلیو سره دپاکستان مرستې

د پاکستان وزیراعظم د ایران د سیلاب ځپلو لپاره د انساندوستانه مرستو لیږلو ته د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون وویل چې پاکستان خپلو ایراني وروڼو ته د اړتیاوړ هر ډول انساندوستانه مرستې ورکولو ته تیار دی.

د پاکستان ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو او ډلو هم د ایران له سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره د ولسي مرستو د راغونډولو بلنه ورکړې ده.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ایران له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ولسي مرستو د رغونډولو کیمپونه جوړ شوي دي.

Image Caption

 

 

 

ټیګونه