ایران ته د عمران خان سفر د دسیسو شنډونکی دی
د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازې ایران ته د عمران خان راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو په دوستانه ملګرتیاؤ کښې د نوي پړاؤ پیلامه وبلله.
د ایرنا په لیکنه، میرمن کنول شوزیب نن په اسلام آباد کښې د دغه خبري آژانس خبریال ته په مرکه کښې وویل: ایران ته د پاکستان د وزیراعظم رسمي سفر به د دې دواړو ګاونډي هیوادونو د اړیکو خلاف د دسیسو د شنډولو په لړ کښې یو ګام وي.
هغې زیاته کړه: ایران ته د پاکستان د وزیراعظم راتلونکی سفر نه یوازې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ له پراختیا سره مرسته کوي بلکې دا بدلون د پاکستان او ایران ترمینځ د مذهبي سیاحت کچه هم لوړوي.
کنول شوزیب ټینګار وکړ چې پاکستان یو صلحه غواړی هیواد دی او تل د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روانې اپریل میاشتې په یویشتمه نیټه ایران ته راشي.