ایران ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر اهمیت او پيغام
په ایران کښې د پاکستان سفیرې وویل چې تهران ته د دغه هیواد د وزیر اعظم عمران خان سفر د پاکستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د اهمیت نښه ده.
رفعت مسعود بیګا په تهران کښې د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د کلتوري فسټیول د ترسره کیدو ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې وویل: ایران ته د پاکستان د وزیراعظم سفر د ایران خلکو او د نړۍ هیوادونو ته یو مهم پیغام لري.
هغې څرګنده کړه: تهران ته د عمران خان د سفر پیغام دا دی چې دواړه هیوادونه د یو بل لپاره په تیره بیا د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان لپاره ډیر مهم دی.
رفعت مسعود په دې خبرې سره چې د پاکستان وزیراعظم راتلونکې یکشنبه په وړومبي ځل ایران ته راځي، زیاته کړه چې هغه به ایران ته خپل سفر له مشهد مقدس نه پيلوي.
په تهران کښې د پاکستان سفیرې ایران ته د عمران خان د سفر د جزئیاتو په هکله هم وویل چې هغه به د امام رضا علیه السلام د پاکې درګاه له زیارت کولو وروسته د خراسانِ رضوي د والي په شمول د دغه ولایت له مختلفو چارواکو سره وګوري او ماښام به تهران ته راشي او دلته به د دوشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر او ځینو نورو لوړرتبه چارواکو سره وګوري.
هغې هم داشان وویل چې تهران ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر په دوران کښې به د تهران او اسلام آباد د اړیکو د پراختیا په موخه د سوداګرۍ خونو په ملګرتیا سره د دواړو هیوادونو د سوداګرو ګډه غونډه هم ترسره شي.