د پاکستان د خزانې نوے وزير منصوب شو
(last modified Fri, 19 Apr 2019 00:55:03 GMT )
Apr 19, 2019 05:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان د خزانې نوے وزير منصوب شو

عبدالحافظ شېخ د پاکستان د خزانې د نوي وزير په توګه منصوب شو. د روئيټرز د رپوټ له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان پرون عبدالحافظ شېخ د دغه هېواد د خزانې د نوي وزير په توګه منصوب کړ. عبدالحافظ د اسد عمر چي وړمه ورځ يې استعفا ورکړه ځاے ناستے شوے دے.

عبدالحافظ شيخ له دي مخکي د پاکستان د پيپلز پارټۍ په دور کښې د دغه هېواد د خزانې د وزير په توګه فعاليت کړے دے. عمران خان د خزانې له وزير نه علاوه د خپلې کابينې په لسو نورو وزارتونو کښې هم بدلون راوستے دے.

له دي مخکَي اسد عمر له مالي بحران سره د مقابلې لپاره د پاکستان د حکومت په اقداماتو باندې به نيوکو سره ويلي وو چې له خپل پوسټ څخه استعفا ورکوي.

اسد عمر پرون په خپل ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، عمران خان هغه ته په کابيه کښې د انرجۍ د وزارت د پوسټ وړانديز وکړ خو هغه ونه منۀ.

 

ټیګونه