په ترهه ګرۍ ککړ مولوي سعودي ته په تښتېدو پېښور هوائي ډګر کښې ونيوے شو
Jun 01, 2019 12:49 Asia/Kabul
پاکستاني رسنيو په پېښور هوائي ډګرکښې په ترهه ګريزو پېښو کښې لاس لرونکے يو مولوي سعودي ته د تښتېدو په حال کښې د نيولو خبر ورکړ.
د پاکستان اکثرو سرچينو وليکل، د پاکستان د اېف آئي اے د چارواکو له قوله وليکل، د دغې ادارې ځواکونو په ترهه ګريزو پېښو کښې لاس لرونکے مولوي محمد نبي سعودي ته په تښتېدو د پېښور باچاخان نړيوال هوائي ډګر کښې ونيوۀ، ورځپاڼې زياته کړه، مولوي محمد نبي چې په ګڼ شمېر ترهه ګريزو واقعاتو کښې پوليسو ته مطلوب ؤ تعلق يې له اورکزۍ اېجنسۍ سره دے. په خبر کښې زياته شوې ده چې مولوي محمد نبي د لا زيات تفتيش لپاره نامعلوم مقام ته منتقل کړے شوے دے.
په دغو رپوټونو کښې دا نه ده څرګنده شوې چې د مولوي محمد نبي تعلق له کومې ترهه ګرې ډلې سره دے.