پاکستان د کشمیر په هکله د ملګرو ملتو د رپورټ هرکلی وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ د رپورټ هرکلی کړی دی.
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په هکله د یوې تحقیقاتي کمیټې د جوړولو لپاره د ملګرو ملتو له وړاندیزه د اسلام آباد په ملاتړ باندې په ټینګار سره زیاته کړه: په دې سیمې کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ګڼ موارد یوځل بیا تایید شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کښې راغلې دي: د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې د خلکو د برخلیک د ټاکلو په حق باندې د ملګرو ملتو د تیرو رپورټونو له تاکید سره سره، دا کار لا هم نه دی ترسره شوی.
کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او په دریو لسیزو کښې یې لسګونه زره کسان وژلې دي.
د کشمیر خلک د دې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاهر د ټول پوښتنې په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا غوښتونکې دي خو د هندوستان حکومت له دې کار سره تل مخالفت کوي.