عمران خان په نزدې راتلونکي کښې له طالب مشرانو سره ګوري
(last modified Wed, 24 Jul 2019 12:05:49 GMT )
Jul 24, 2019 16:35 Asia/Kabul
  • عمران خان په نزدې راتلونکي کښې له طالب مشرانو سره ګوري

د پاکستان وزیراعظم په نزدې راتلونکي کښې د طالب ډلې له غړو سره د کتنې لپاره د خپلې فیصلې خبر ورکړی دی.

ایرنا خبري آژانس د ډان نیوز خبري ویب سایټ په حواله لیکلي چې عمران خان پرون په واشنګټن کښې په دې خبرې سره چې له دې مخکښې یې د طالبانو له خوا د ملاقات غوښتنه د افغان ولسمشر اشرف غني په غوښتنه رد کړې وه، زیاته کړه: اسلام آباد ته د افغانستان د ولسمشر له سفر او له هغو موافقو وروسته چې له هغه سره وشوې، ټاکل شوې چې ډیر زر د طالب ډلې له مشرانو سره یوه کتنه ولري.

هغه څرګنده کړه: افغانستان ته د پاکستان لید او نظر بدل شوی او اسلام آباد په خپل دغه ګاونډي هیواد کښې د صلحې د بهیر له پرمخ بیولو سره د مرستې لپاره د لااغیز شیندونکي رول لوبولو ته هوډمن دی.

 

ټیګونه