د پاکستان او قطر وزيراعظمانو سره وکتل
Jul 25, 2019 15:49 Asia/Kabul
د پاکستان وزيراعظم عمران خان له امريکې نه د راستنېدو په وخت په دوحه کښې د قطر له وزيراعظم عبدا... بن نصر بن خليفه الثاني سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د تعلقاتو پراختيا، قطر ته د پاکستاني د کار ځواکونو لېږد او په پاکستان کښې د دوحې پانګونه د قطر له وزيراعظم سره د عمران خان د خبرو اترو وړ ډېرې مهمې موضوع ګانې اعلان شوې دي.
له دې مخکښې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په تېره اګست کښې د وزيراعظم پوسټ ته له رسېدو وروسته قطر ته په خپل وړومبني رسمي سفر کښې دوحې ته تلے ؤ او د قطر له امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره کتنه او خبرې اترې کړې وې.