د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د کشمیر په لړ کښې د هندوستان په فیصلې نیوکه وکړه
(last modified Tue, 27 Aug 2019 01:22:48 GMT )
Aug 27, 2019 05:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د کشمیر په لړ کښې د هندوستان په فیصلې نیوکه وکړه

د پاکستان وزیراعظم د جمو او کشمیر سیمې د ځانګړو امتیازاتو د ختمولو په هکله د هندوستان د حکومت وروستۍ پریکړه، د نوې ډیلي سټراټیجکه غلطي وبلله.

د پاکستان وزیراعظم د جمو او کشمیر سیمې د ځانګړو امتیازاتو د ختمولو په هکله د هندوستان د حکومت وروستۍ پریکړه، د نوې ډیلي سټراټیجکه غلطي وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې عمران خان بیګا په خپله ټیلیویژني وینا کښې خبرداری ورکړ چې که د سیمې حالات کړکیچن شي نو پایلې به یې نه یوازې هندوستان او پاکستان  بلکې ټوله نړۍ به تاواني کړي.

د پاکستان وزیراغظم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دغه هیواد حکومت او ولس د کشمیر د مسلمان ولس ترڅنګ دی، ملګرو ملتو ته په خطاب کښې وویل: اوس وخت دی چې امنیت شورا د کشمیر د مسئلې له هواري سره د مرستې لپاره پرخپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه څرګنده کړه چې له هندوستان سره د مذاکرې د وړاندیزونو باوجود دغه هیواد تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او په دې لړ کښې ځینې ستونزې هم رامینځته شوې دي.

د ویلو ده چې د اسلام آباد حکومت په دې وروستیو کښې ویلي چې د کشمیر په کړکیچنې وضعې باندې په اعتراض کښې به د هیګ د جزا نړیوالې محکمې او د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ته رجوع وکړي.

 

ټیګونه