عمران خان د څويم ځل لپاره بيا سعودي ته لاړ
(last modified Thu, 19 Sep 2019 09:31:37 GMT )
Sep 19, 2019 14:01 Asia/Kabul
  • عمران خان د څويم ځل لپاره بيا سعودي ته لاړ

د پاکستان وزيراعظم نن د دوه ورځني سفر لپاره سعودي ته لاړ

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې خارجه وزير، د خزانې وزير او د تجارتي چارو صلاحکار هم سعودي ته په دغه سفر کښې له عمران خان سره ملګرتيا کوي.دا په پاکستان کښې اقتدار ته د رسېدو له وخت نه سعودي ته د عمران خان څلورم سفر دے.

سعودي ته د عمران خان سفر په داسې حال کښې دے چې د پاکستان حکومت په تېره يو کال کښې د مالي مشکلاتو د هواري لپاره له سعودي او اماراتو څخه له پينځو مليارډ ډالرو زيات پور ترلاسه کړے دے.

د پاکستان مرکزي بېنک په تېر کال کښې د دغه هېواد بهرني پورونه پينځه نوي ميليارد او درې سوه څلوېښت ميلن ډالر اعلان کړي وو.

د پاکستان خلق او سياسي ګوندونه او ډلې باوري دي چې سعودي او امارات د اسلام حکومت ته د پور په ورکولو سره په سيمه کښې په تېره بيا د يمن د خلقو په خلاف جنګ کښې د خپلو اهدافو د اجرا کولو لپاره له دغه هېواد څخه استفاده کوي.

 

ټیګونه