که جنګ کیږی نو ایټمی جنګ به کیږی دا ګواښ نه بلکې خبردارې دې
(last modified Sat, 28 Sep 2019 01:37:40 GMT )
Sep 28, 2019 06:07 Asia/Kabul
  • که جنګ کیږی نو ایټمی جنګ به کیږی دا ګواښ نه بلکې خبردارې دې

عمران خان زیاته کړه چی د کشمیریانو ګناه دا ده چی هغو مسلمانان دی او که په انګلستان کی اته لکه ځناور هم کلابند شوی وای نو نړۍ به څومره شورماشور کاوه .

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې په خپلې وینا کی وویل چی هند کشمیر نیولې دې او دا وضعیت هند او پاکستان ترمینځ د ایټمی جنګ خطر زیاتوی . عمران خان وویل چی ملګرو ملتو ته د کشمیر لپاره راغلې یم . ده زیاته کړه چی په کشمیر کی ۵۵ ورځې کیږی چی ګرځبندیز لګیدلې دې او هندی عسکر په خلکو ډیر ظلم کوی او که دا ګرځبندیز ختم شی نو کشمیریان به بیا څه کوی ؟

عمران خان زیاته کړه چی د کشمیریانو ګناه دا ده چی هغو مسلمانان دی او که په انګلستان کی اته لکه ځناور هم کلابند شوی وای نو نړۍ به څومره شورماشور کاوه .

په ملګرو ملتو کی د عمران خان د وینا په مهال په ځلونو ګډون والو د هغه ویناو ته چکچکه ووهلې .

 

 

ټیګونه